سریزه:
طالبانو ته د واک تر سپارلو وروسته، په افغانستان کې له ناورین ډک وضعیت مسلط شوی دی. د بنسټپالنې ودې، د ترهګرو ډلو ډېرښت، اقتصادي پاشلتیا، ځپل او سرزوري، لوږې، او د انساني امنیت بحراني کېدا په افغانستان کې زور اخیستی دی. په افغانستان کې دې حاکم پېچلي وضعیت د «ټولنیز مشارکت حق» او د «برخلیک ټاکنې حق» د رسمیت پېژندنې اړتیاوې څرگند کړي دي. دا منطقي او عقلاني غوښتنې چې د افغانستان له راتلونکې سره نه شلېدونکی اړیکې لري، په (زور) نه ترسره کېږي؛ له همدې اړخه، په تحولاتو کې د خلکو ونډه د ځانګړي ارزښت وړ ده.
بنسټپاله ډلې پاسنیو مسایلو ته چې ( ټولنه یو ژوندی ارګان دی ) په تعریف کې راځي، د قدر په سترګه نه ګوري او ټولنیزې غوښتنې بابېزه ګڼي. طالبان کټ مټ همداسې فکر کوي. طالبان د یوې بنسټپالې ډلې په توګه، د ټولنې په نویو اړتیاوو او لومړیتوبونو نه پوهېږي، د خلکو د عمومي رضایت سره پردي دي، او د عقل او عدل له زمانې سره یې واټن ډېر لرې دی.
طالبانو د وېرې او وحشت د فضا په رامنځته کولو، په بېګناه ښځو او نارينه و د زندانونو په ډکولو، متواترې ځنځیري وژنې، او همدا راز له ټولنیزو او فرهنګي برخو څخه د ښځو محوء کول او د جنسیتي اپارتاید په اعمالولو سره بیا هم نه دي توانېدلي د پرمختیا په لور یو ګام واخلي. د طالبانو له کارونو څخه برېښي چې د دوی او د خلکو ترمنځ ارزښتونه متضاد دي، ګټې یې له یو بله لرې دي، او د ښه او بد او خدمت او خیانت مفاهیم هم د دوی ترمنځ توپیر لري. له همدې کبله یې باید ټغر ټول شي، او په دې صورت کې له موجود حالت څخه د اوښتو لپاره باید د ولسواکۍ په لور د افغانستان د مثبت بدلون لپاره د ګڼو ظرفیتونو د انسجام په برخه کې جدي ګامونه واخیستل شي.
موږ ته ډیموکراتیکه سلوک، د مشروع نظام ایجاد، د ساختارشموله سیاسي نظام برجسته کول، او عادلانه نظم ته د افغانستان لېږد حیاتي اهمیت لري. داسې یو معقول بهیر چې «مشارکتي واکمنۍ» ته لار پرانیزي، چېرې چې «انساني امنیت»، «تلپاته وده»، او «سرتاسري ثبات» او همدا راز له اوسني لوېدلي وضعیت او څو اړخیز بحران څخه د هېواد وېستل ډاډمن کړي. داسې یوه ستره چاره د ټولو طالب ضد عناصرو او ظرفیتونو له همغږۍ او بسیج او د یوې روښانه لارنقشې، نوي روایت، او د یو جامع او راتلونکي ته په کتو بحث پرته امکان ونه لري.
«مهر» په ژمنتیا سره غواړي چې ټولې د طالبانو ضد او اعتدال پلو عناصر او ظرفیتونه د «یو بل ته درناوي او په رسمیت پېژندلو» د اصل په رڼا کې بسیج او یو موټی شي، څو په افغانستان کې د پرمختګ، دموکراتیکو لارو چارو، د خلکو بنسټیز رول په نظام ټاکلو کې، او د شخړو د سوله ییز هواري لارې چارې، په ځانګړي ډول، د سیاسي واک انډول داسې عیار شي څو له نوي او مشروع نظم سره په مطابقت کې وي.
زموږ په فکر له طالبانو وروسته باید د خلکو آزاده اراده د یوه ولسواک او راڼه میکانیزم له لارې تبارز وکړي څو د هغه په زمینه کې ټول سیاسي علایق او ټولنیز – فرهنګي واقعیتونه دا فرصت ولري چې خپلې طرحې او نظریات په یو لوی او سراسري مجلس کې مطرح کړي او د سیاسي نظام بڼه او ډول انتخاب او د هېواد د نوي اساسي قانون د تدوین لپاره بستر رامنځته کړي. د دې نظریې تحقق په یو ګډ محور باندې د بېلابېلو ظرفیتونو په انسجام پورې تړلۍ دی. هغه تاریخي ضرورت چې «مهر» یې اړ کړ څو خپل ستراتیژيک روایت د هغه د غوښتنو په نظر کې نیولو سره تبیین کړي او اصلي مفاهیمو د برجسته کولو لپاره لازمه همغږي رامنځته کړي.
تعریف:
«مهر» یو روڼ اندی بهیر دی چې د سیاسي او مدني فعالانو، د بشري حقونو مدافعانو، فرهنګپالو، او د افغان ښځو د آزادۍ مبارزینو د ستراتیژیکو غوښتنو پر بنسټ جوړ شوی او د هغوی استازیتوب کوي.
«مهر» یو د غوښتنو پر محور بهیر دی چې خپلې سیاسي او فرهنګي غوښتنې، تمدني لیدلوری، له حقوق بشري ارزښتونو، ډیموکراتیکو معیارونو، او د ټولنیز عدالت فضلیت سره په همغږۍ کې، د افغانستان مسایل څاري.
د «مهر» هدف یو مشروع مدني او ساختار شموله نظام ته د افغانستان د انتقال لپاره د ډیموکراتیکو حللارو د وړاندې کولو له لارې د بېلابېلو سیاسي، فرهنګي، ټولنیزو او مدني عناصرو او فعالینو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول دي.
دندې او مسوولیتونه:
«مهر» په ټولو سیاسي، فرهنګي، ټولنیزو، ملي، طبقاتي او جنسیتي برخو کې، د آزادې او له تبعیض څخه د پاکې ټولنې د استقرار لپاره فعالیت کوي او ټولنیز بدلون د تلپاتي پراختیا پر بنسټ تعریفوي.
د وخت او د افغانستان د خلکو د مشروع او اوسنیو غوښتنو درک، د یوې سالمې، مسلکي، او خادمې ادارې په ایجاد کې له بشري تجربې او پوهې څخه استفاده، د ښې او اغیزمن حکومتولۍ په ایجاد کې مرسته، د ډیموکراسۍ د ستنو د تحکیم او تضمین په لاره کې موډرنې بنسټ جوړونې ته پام کول، د دې بنسټ نور کاري مسوولیتونه دي چې شرحه یې په همدې موجود د ستراتيژيک روایت په چوکاټ کې بیان شوي دي.
ستراتېژیک روایت:
«مهر» په دې باور دی چې د انساني پرګنو د علم او عمل په هره حوزه کې ځانګړي ګفتمانونه/ ډیسکورسونه شته. دا بحث هم په عملي او هم په نظري زمینو کې د انساني پرګنو له مشترک برداشت او خپلمنځي نژدې اړیکو څخه برخمن دی؛ هغه برداشت چې له تاریخي – تمدني تېر سره پيیلی او د راتلونکي په اړه له لیدلوري غږیږي، هغه چې د «روایت» تر عنوان لاندې، ستراتيژیک لید دی، هم نومول کېدای شي.
«مهر» په دې باور دی چې روایتونه د انسانانو د فکر کولو په ډول کې اساسي ونډه لري. دا روایتونه چې د مفاهیمو په جوړښت کې ابزاري سهم لري، داسې چې خلکو ته د دې امکان برابروي څو یو بل په یوه ځانګړې زمینه کې درک کړای شي. په همدې بنسټ «مهر» پتیلې څو د خپل ستراتيژیک روایت چوکاټ طرح کړي او د هغه په محور کې د ټولنیز بدلون او له دین څخه د منځنیو پېړیو د تفسیرونو او د ټولنیزو مناسباتو او د حکومتولۍ په برخو کې د استبدادي علایقو د ننګولو لپاره د بېلابېلو ظرفیتونو د همغږۍ لپاره لاس په کار شي.
افغانستان «تحجر» ته د «نه» ویلو لپاره مساعد تمدني ظرفیتونه لري. له همدې امله ټینګار کوو چې د طالبانو د «پردي کولو» سیاست او تاوتریخوالی زموږ د ټولنې له هیلو سره په ټکر کې دی او باید د «جبر – اطاعت» د کارکړنې ټغر ټول شي او پر ځای یې د «اجماع – اقناع» کارکړنه د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو تحولاتو په محور کې ځای پر ځای شي. په دې بهیر کې باید د هدفمندو سیاسي، فرهنګي، او مدني مبارزې له بېلابېلو ابزارو څخه ګټه واخیستل شي. نن ورځ زموږ د هېواد برم تر بل هر وخت ډېر په خطر کې دی. طالبان هر څه یوازې د ځان لپاره غواړي او د «زور» او یو اړخیز تفسیر څخه په استفادې، تمدني ارزښتونه، سولهییز ګډ ژوند، او د بشري حقونو موډرن معیارونه په سیستماتیک ډول رد او تر پښو لاندې کوي.
د «مهر» پیغام څرګند دی: په افغانستان کې هېڅ ډله پر بلې غوره نه ده. د «افغانستان» په نوم هېواد چې د پخوانۍ آریانا او د منځنۍ دورې د خراسان د ستر تمدن د تدریجي تکامل برخه ده او په کې ګڼو ټولنیزو ډلو د یو بل تر څنګ ګډ ژوند کړی دی، په هېڅ قومي او قبیلوي عناصرو تکیه نه لري. افغانستان د هیواد ټولو وګړو لپاره دی. له همدې امله «مهر» په دې باور دی چې د واک، شتمن او امکاناتو وېش د افغانستان ټولو خلکو ته له هر ډول ژبني، فرهنګي، جنسیتي، مذهبي او طبقاتي توپیر پرته، او باید عادلانه او له هر ډول تبعیض څخه لرې وي. همدا راز د ټولو خلکو د ګډ سولهییز ژوند او برابرۍ بهیر یوازې د مشروع، انتخابي، عدالت پلوه، پراختیا غوښتونکی او د اوسني تمدن له ارزښتونو سره هملوري دولت تر سیوري لاندې امکان لري. له همدې مخې «مهر» خپلې غوښتنې او لیدلوري د ستراتيژیک روایت په چوکاټ کې په لاندې توګه وړاندې کوي:
- پر عقلانیت او اعتدال ولاړ ارزښتي نظام د افراطي او تفریطي چلندونو پر وړاندې مناسب بدیل دی. «اعتدال» د «مهر» لپاره حیاتي اهمیت لري. «اعتدال» د عقلاني لید او ایجابي هویت درلودونکی دی چې د عادلانه او انساني برابرۍ له مخې له ګڼو ټولنیزو واقعیتونو سره د ګډې اوسېدا لپاره الهام زېږونکی دی. اعتدالی چلند په دې مانا دی چې عقل د پېښو او مقولو په پېژندلو کې افراط نه کوي؛ بلکه انتقادي خبرې اترې غوره بولي او په مطلقیت ټینګار نه کوي. دا په دې مانا ده چې اعتدال محوره عقل د جزم باورۍ/ دګماتیزم بنسټ اېښودلو او مداوم نقد، د تاریخي تکامل په بهیر کې مهم شمېرل کېږي. د عقل وړتیا په دې ټینګار کوي چې ځان ته د معناوو د پوهېدنې وسیله وګرځوي او د ارزښتي نظام ارزونه وکړي. دا واقعیت ښيي چې حقیقت ته رسېدل د ذهنونو ترمنځ د متقابلې پوهې له لارې ممکن کېږي، او په داسې یوه فضا کې پلورالیزم (تنوع) په رسميت پېژندل کېږي.
- «مهر» ته د تحولاتو لپاره تمدني لرلید ډېر اهمیت لري. له تمدني ریښو سره تړون موږ ته دا وړتیا راکوي چې مسایلو ته مو ټولنیز لید ډېر لوړ شي او د خپلو نیکونو له ویاړمن میراث څخه وغږیږو. له یوه لوري موږ د خپلې تمدني حوزې له مادي او معنوي لاسته راوړنو سره چې له عقلانیت او خلاقیت، ګډېاوسېدنې، ستایونکو حماسو، عدالت غوښتنی او دوستۍ، علم او هنر، او فلسفې او عرفان او تفکر څخه مالامال ده، سازګاره کوي، له بل لوري موږ ته دا وړتیا راکوي څو تحولات له کوچنیو ملي ګټو څخه لوړ په یوه لویه انساني تله کې وګورو او ویې ارزو. دا وضعیت به زموږ انګیرنې زموږ د تمدني تجربو له هیله بښوونکو ټکو سره وتړي او د فرهنګونو ترمنځ زموږ اړیکې به له باالقوه ظرفیت په باالفعل ظرفیت واړوي.
- «مهر» د عقلانیت او معنویت په توافق باور لري. زموږ په اند عقلانیت د انسان د معرفتي ځواک په توګه پېژندونکی دریځ لري چې وايي علم د انساني عقل له کارونې څخه زېږي. همدا راز معنویت له وېرې او اندېښنو څخه د ذهن خلاصون او د اروا د آرامتیا تجربه کول او په ورځني ژوند کې د رضایت په مانا دی. له همدې مخې د دواړو فضلیتونو «عقل او معنویت» شتون زموږ لپاره د ډېر اهمیت وړ دی، لکه څنګه چې عقل د انساني هویت له بنسټجوړونکو څخه دی همداسې معنویت هم د انساني هستۍ یوه مهمه مولفه ده، لکه چې د انسان په تعریف کې ویل کېږي: «انسان عاقل معنوي موجود دی». موږ انسانان له نورو موجوداتو سره په ژوندي اوسېدنه کې ډېر مشترکات لرو، مګر کوم څه چې موږ له هغوی بېلوي، هغه معنوي او همدا راز عقلاني بعد دی. له همدې مخې د انساني هویت ساتنې د وېرې او ودې لپاره اړینه ګڼل کېږي چې د عقل او معنویت همپالنې ته پام وشي، هغه ښېګڼه چې په ننني افغانستان کې د طالبانو له کبله په ډېر کړکیچن حالت کې واقع شوې. دا لازمه ده چې عقل د انتقادي تفکر د ملاتړي او د خبرو اترو د فضاء د تضمین کوونکی په صفت او همدا راز معنویت چې د نړۍ او انسان احساسي اړیکه په باطني خوښۍ بدلوي، د ونډې د برجسته کولو لپاره جدي ګامونه واخیستل شي. ځکه موږ په نوي عصر کې چې له یوې خوا د عقلانیت چتر د هرې ورځې په تېرېدو درنیږي او له بلې خوا له دین څخه طالبانو د منځنیو پېړیو تفسیرونو معنوي تفکر مسخ کړی او له زوال سره مخ کړی دی، د عقل او مانا د همغږۍ د مطرح کولو لپاره اړمن یو، داسې یوه چاره چې د انسان لپاره عاقلانه او مانالرونکې اوسېدنه د ژوند د یو مناسبې بڼې په توګه لاره هواروي.
- د بنسټپالنې ردول د «مهر» د کارونو په سر کې دي. داسې پدیده چې په ګڼو برخو کې «ځان اصالت ګڼي» او د «بل» له شتون څخه انکار کوي، همدا راز «خبرې اترې» بې ارزښته ګڼي او حقیقت ته د یو شي په توګه خپل انحصار ګڼي، په دې توګه د انسان «څوکوالی» بیا «څهوالي» ته راښکته کېږي او تبعیض ته په لمن وهلو، د ټولنې فرهنګي فضاء آلوده او له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
په حقیقت کې بنسټپالنه د هغه ډېریو باورونو مطالعې ته وايي چې «بینامتنیت» په رسمیت نه پېژني، تقلیلکوونکی لید چې له دین څخه د ابزاري استفادې باعث کېږي او حکمت او معرفت له لارې د حقیقت د موندلو ځای د بنسټپالو یوطرفه ګټو او دریځونو ته پاتې کېږي، هغه څه چې اخلاقي او معنوي معیارونه په ډېرې بېباکۍ د تباهۍ لور ته بیايي. نو په دې اساس دا خپل حق ګڼو چې د دې ناوړه پدیدې په وړاندې مبارزه وکړو او د ټولنې په شخصي، حقوقي، او پیوستون په برخو کې د «درناوي او رسمیت پېژندلو» اصل د ځای په ځای کولو لپاره خپلې روشنګرانه هڅې جاري وساتو.
- انساني کرامت او حقوق بشري ارزښتونه د «مهر» د توجه وړ دي، هغه مفاهیم چې د انساني ژوند په شان پراخه دي او د انسانانو ترمنځ د برابرۍ بنسټ او سرچینه بلل کېږي. کرامت د انسانانو برترۍ، تقدم، او درناوي په مانا دی. انسان چې د نړۍ د موجوداتو اصل او د آزادۍ، عدالت او سولې حقدار دی. په دې توګه بشري حقونه، هغه حقونه دي چې انسان یې یوازې د انسان بودن او د یو ژوندي موجود په صفت لري او له دې حقونو څخه ګټه اخیستل نه یوازې د بشر په ذات کې اغږل، بلکې د یو انسان په توګه د طبیعی او ټولنیز ژوند لپاره لازمي ده.
«مهر» په دې باور دی چې بشري حقونه، اساسي، بنسټیز، او نه انتقال کېدونکي حقوق دي چې د بشر د ژوند لپاره کښل شوي دي. بشري حقونه انسان ته د درناوي پر بنسټ تعریفیږي، نو له همدې مخې ترې د سترګو پټولو، انتقال، او نورو ته د ورکړې وړ نه دي. د بشري حقونو په فلسفه کې دا ډول حقوق د انسان له پېدایښت څخه راپدېخوا ورسره دي او د هغه د طبعیي حقونو په کچه ګڼل کېږي. نو فلهذا بشري حقونه، هغه حقونه نه دي چې کوم دولت یا کوم بنسټ یې چا ته ډالۍ کړي، بلکې دولت یا هر بل بنسټ یې باید په رسمیت وپېژني. له همدې مخې، «مهر» ټینګار کوي چې انساني کرامت او نه اخیستونکو او نه زیانمنېدونکو حقونه باید د افغانستان د ټولنې د اساس او بنسټ په توګه تثبیت شي او د اساسي قانون په واسطه په حداکثر توګه تضمین کړای شي، د دې مانا دا ده چې انساني کرامت، د انساني حقونو مبناء ده. حتی تر دې وړاندې، انساني کرامت د هر ډول حق او مکلفیت لومړنی بنسټ ګڼل کېږي. د «مهر» له نظره د افغانستان ټول خلک، د ذاتي کرامت درلودونکي دي، د همدې ذاتي کرامت له کبله، د برابرو طبعيي او بنسټیزو حقونو څخه برخمن دي.
- د ژوند په ټولو برخو کې د ښځې د حضور تضمین کول د «مهر» یوه بنسټیزه غوښتنه ده. موږ په دې باور یو چې په ټولنه کې د ښځو د مقام په تړاو بحث، مهم فرهنګي او ټولنیز بحثونه شمېرل کېږي، له همدې مخې اعلاموو چې: د ښځو حقونه د نارینه له حقونو سره برابر ګڼو، هغه څه چې له یوه لوري «د حقوقي شخصیت حق» او له بل لوري «د حقوقي برابرۍ حق» منل دي.
د ښځو په اړه له تبعیض څخه ډک نظریات تر ډېره له فورمالیزم، متحجرانه فهم، او د «مصلحت» عنصر ته د بېاعتنايي له کبله رامنځته شوي دي. پرته له شکه، شکل ګرايي ستر افت دی چې ګڼې انساني ټولنې او په ځانګړي ډول اسلامي ټولنې ورسره لاس او ګرېوان دي او د فکري او ټولنیزو تحولاتو پر وړاندې یې جدي خنډونه رامنځته کړي دي. له شکلګرايي څخه اوښتل موږ ته دا امکان راکوي څو له سیال او همغږو قضایاوو څخه زموږ درک له تاریخي افق سره ورته وي او د ټولنیزو چارو په تړاو د وخت غوښتنې په نظر کې ونیسو.
د «طبعیي وضعیت» په نوم له تبعیض ډک پیش فرض لرل جدي مشکل ګڼل کېږي چې د ښځې او نر د مساوي حضور پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي. د «طبیعي وضعیت» د پیش فرض پلویان په دې باور دي چې کورنۍ طبيعي نظام دی او د کور دننه او بهر د کار وېش د همدې طبیعي نظام پر بنسټ ترسره کېږي، د دوی له نظره د ښځو ټول حقونه او دندې باید د همدې نظام څخه په پیروی تعریف شي. د دا ډول ذهنیت ریښه چې د طبیعي کار وېش او د هغه بنسټ حقوقي نظام تاییدوي، په هغه تمدنونو او فرهنګونو کې ده چې ښځې یوازې د انساني نسل د ساتونکې په سترګه ګوري، نه د ژوند د شریک په صفت. مګر د «طبیعي وضعیت» په وړاندې د «تاریخي تکامل» نظریه مطرح ده.
د «تاریخي تکامل» نظریه د ښځې موقعیت د بدني او رواني جوړښت پر بنسټ قانع کوونکی نه بولي، دا نظریه اعتقاد لري چې د ټولنیز ژوند او کورني نظام د ګڼو ډولونو کارکړنه باید په هر عصر کې وټاکل شي او وپېژندل شي، له همدې اړخه په کورنۍ کې د ښځې او نر اړیکه باید د کار په وېش کې د لوړوالي او ښکتهوالي پر بنسټ نه، بلکې د زماني عقل او د دواړو اړخونو د رضایت چې د «سپېڅلي تړون» پر بنسټ د «جنسیتي عدالت» اصل ته په پام سره په نظر کې ونیول شي، هغه څه چې طالبانو یې پر وړاندې دښمني اختیار کړې او د افغانستان مېرمنې یې د ویاړلو غورځنګونو په په پیلولو سره ننګولي دي. اړینه ده چې په همدې سند کې د طالباني هیولا پر وړاندې د افغانستان د نجونو او مېرمنو د مقاومت ستاینه وکړو او د «ډوډۍ، کار، آزادي» تر شعار لاندې د حق غوښتنې د مبارزې درناوی وکړو، همدا راز د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو تړل د جنسیتي اپارتاید او د بشریت پر وړاندې د جنایت مصداقونه ګڼو، او غندو یې.
- تلپاتې پراختیا، زموږ په عصر کې د ټولنیز او اقتصادي تحول د هدایت لپاره پېژندل شوی پاراډایم دی. یو مانالرونکی بهیر چې د نظري بنسټونو ترڅنګ عملي عقلانیت هم ورسره مل دی، داسې یوه کارکړنه چې له یوه لوري د منل شوي حاکمیت او له بل لوري له طبیعي منابعو څخه د نسلونو ترمنځ د عدالت پر بنسټ ګټو سره، اساسي تړون لري، داسې یوه تاثیرلرونکې پېښه چې کېدلای افغانستان بدل کړي.
«مهر» په دې باور دی، دا چې د افغانستان نفوس تر ډېره ځوان دی، د همدې ښېګڼې له کبله باید د ټولنیز بدلون مسیر د تلپاتې پراختیا په ځانګړنو ولاړ وي، دا بهیر چې د بدلولو لپاره دی باید د د افغانستان د ټولو خلکو ژوند راونغاړي، داسې بدلونونه چې محرومیت ورک کړي او په ټولنیزو اړیکو کې د مرهم او تعدیل باعث وګرځي او همدا د ټولنې په فرهنګي شکل او محتوا کې د تحول باعث شي.
ټولنیز بدلون د اوسني حالت منظم تغیر او د پراختیا په مسیر کې ټولنیزو تشو ته ځواب ویل دي، هغه بهیر چې په هغه کې افغانستان ډېر بطي او خطي و او زموږ ټولنه له دې اړخه له ګڼو مسلو او ستونزو سره مخ ده. له همدې مخې ایجابوي چې نوی تکل پیل شي څو خلک د «انساني امنیت» په فضاء کې د متوازنې او تلپاتې پراختیا له موخو سره په همغږۍ کې ساه ویستل تجربه کړي.
زموږ په نظر په افغانستان د ټولنیز بدلون موډل د ټولنې د بېلابېلو برخو ترمنځ توازن، له نورو هېوادونو سره موزونو اړیکو ضمانت، راتلونکو نسلونو ته د هېواد د سرچینو ساتل، او په ټولنه کې د ټولنیز عدالت ضمانت درلودونکي وي.
- موږ باور لرو چې د افغانستان خلک د مشروع، انتخابي او د قانون د حاکمیت پر بنسټ د نظام حقدار دي. په هغه صورت کې چې سیاسي نظامونه لومړني/ ارزښتي مشروعیت (د خلکو رضایت) او ثانوی / ابزاري مشروعیت درلودونکي نه وي، له سترې پوښتنې سره مخ کېږي چې هغه د خلکو «د سرنوشت د ټاکلو حق» دی، هغه بحران چې نه «زور» او نه د «سازش» بلکې د خلکو د منلو او ټاکلو له لارې حل پیدا کوي، له همدې مخې طالبان غاصبان دي او امارت یې هم حقوقي او منطقي توجیه نه لري. پر همدې بنسټ، دا خپل حق ګڼو چې د خلکو د ارزښتونو او غوښتنو د دفاع لپاره را اوچت شو او د طالبانو خپلسری امارت نامشروع ګڼو، او په وړاندې یې مبارزه کوو. له دې مخې چې نه عقلاني – قانوني مبنا لري او خلکو له منلو څخه هم بې برخې دي، داسې یو وضعیت چې ښکاري له یوه لوري د خلکو د رضایت له اړخه پاشلی او په ناکارۍ هم ککړ دی.
د یادونې وړ ده چې د «ټولګډونه حکومت» بحث ګڼ تفسیرونه زېږولي دي، زموږ په نظر دا مسله د افغانستان د ټولنې موازیکي بڼې، ډیموکراتیکو لاروچارو، د خپل سرنوشت په ټاکلو کې د خلکو ونډې، او د حکومت ساختارشمول والي سره په همغږۍ کې روڼتیا ته اړتیا لري. داسې یو مانالرونکی بهیر چې د افغانستان ټول ټولنیز پوړونه په یو متوازن جوړښت کې پیشبیني کړي او طالبان چې ذات یې له حکومتولی سره نامناسب دی د ملکي کولو په بهیر کې واقع شي او د نوي اساسي قانون په چارچوکاټ کې د خلکو ارادې ته د درناوي لپاره وهڅول شي او ګواښونه یې له منځ یوړل شي. ځکه چې ټولګډونه/ ساختارشمول حکومت هغه جوړښت ته ویل کېږي چې متراکمو بحرانونو ته ځوابویونکی او په افغانستان کې د قدرت د خونړۍ معما د ماتولو وړتیا ولري، همدا راز د ټولنې غوښتنې د قدرت د تصمیمنیونې په دایره کې د منصفانه ګډون له لارې تضمین کړي، داسې حکومت چې د یو عادلانه او ډیموکراتیک نظم څخه راوتلی وي او خلک خپله د خپل سرنوشت د ټاکلو حق ولري. د کارشناسی له مخې ساختارشمول حکومت هغه نظم ته اشاره ده چې د عادلانه ټاکنو او یا که د ټاکنو لپاره شرایط ممکن نه وي، له داسې یوې رڼې ملي پروسې څخه چې نړیوال ضمانتونه ولري او یا بل داسې منطقي میکانیزم چې په افغانستان کې د سیستمجوړونې لپاره وي، راوتلی وي. پرته له شکه د افغانستان وګړی به له دې په کمو قناعت ونه کړي.
- د «مهر» په اند افغانستان نوي ملي تړون ( ملی میثاق ) ته اړتیا لري. په دې برخه کې زموږ منطق دا دی: هغه اساسي قانون چې ونشي کولای د ټولنې غوښتنې رفع کړي باید له حقوقي لاروچارو خپل ځای نوي ملي تړون ته د یو مثبت بدلون لپاره خوشي کړي. هغه بدلون چې افغانستان ورته جدي اړتیا لري، هغه اړتیا چې د ټولنیز عدالت په چوکاټ کې برابري توجیه کړي او داسې نسخه وړاندې کړي چې د ټولو لخوا د منلو وړ وي ترڅو په ملي کچه ازادي تضمین، توازن ټینګ، او دوامداره پرمختګ ته وده ورکړي او په نړیوالو اړیکو کې له معاصر تمدن سره همغږي رامنځته کړي.
زموږ غوښتل شوی اساسي قانون هماغه دی چې د ټولنیز جوړښت او د ټولنې اساسي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره جوړ شي، د واک عادلانه وېش په اړه بنسټیزو پوښتنو ته ځواب ووايي، او د خلکو د حکومت، تمدني ګډ ژوند، متوازن او دوامداره پرمختګ، د حقوقو، بنسټیزو آزادیو، او د وګړو انساني امنیت د تضمین په برخو کې روښانه لارښوونې ولري.
- موږ د حکومتولۍ په پروګرام کې له ټولنې سره د دولت د جوړښت سمون له خپلو لومړیتوبونو ګڼو. د بېلابېلو سیاسي واحدونو د اداري – مديريتي نظام ډول، سربېره پر نورو ګټو، له تلپاتې پراختیا سره ژوره اړيکه لري. نن ، «تلپاتې پراختیا» د انساني نسل د څو اړخیزې هوساینې په توګه، پرته له دې چې د راتلونکو نسلونو وړتیاوې کمې کړي، زموږ د وخت په یوه مهم بحث بدل شوی دی.
د تلپاتې پراختیا تحقق د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو – کلتوري او اداري – مديريتي جوړښتونو په بدلون پورې اړه لري. په دې منځ کې اصلي ټکی چې ټول دا اړخونه سره نښلوي «انسان» دی. انساني پراختیا د تلپاتې پراختیا د محور په توګه، دا وړتیا لري چې په مدیریتي نظام کې د مفاهمې او کارونې عقلانیت ماناداره کړي. له همدې کبله، په افغانستان کې د حقوقي او سیاسي نظام لپاره اړینه ده، د ساختارشمول، برابري محور او له ایډیالوژیک بار څخه خالي نظامونو له منځه یو موډل غوره شي چې په انساني پراختیا اتکاء ولري. له همدې لارې ده چې، د مشروعیت، هویت، مشارکت، وېش، نفوذ، او ټولنیز اعتماد څو بعدي بحرانونه حل لاره پیدا کوي، د نیابتي جګړو زمینه محدوده او له منځه ځي، افغانستان د یو شمېر هېوادونو د ستراتیژیک عمق مفهوم او زمینه له لاسه ورکوي، او بلاخره افغانستان د یو نوي مسیر په لور ګام اخلي.
- د «مهر» په نظر د بیان آزادي د ولسواکو ټولنو یوه مهمه نښه شمېرل کېږي. دا ښېګڼه چې په نوي عصر کې د انسان یو نه سلبکېدونکی حق دی، د منځنیو پېړیو د انحصار او تمامیت غوښتنې میراثونه هم له ګواښ سره مخ کوي. د «بیان ازادۍ» ته د رسېدو لپاره په تدبیرونو کې «عامه حوزه» له «خصوصي حوزې» څخه بېلول او د ټولنیز ژوند په بېلابیلو اړخونو کې د خبرو او نقد فضا ایجادول او ساتل شاملیږي، ځکه په کې له يوې خوا د انسانانو تمدني ځانګړنې په ښکاره ډول څرګندېږي او له بلې خوا د هغوی د «آزاد وجدان» لرلو حق ته درناوی کېږي.
زموږ په باور، د ولسواکۍ اساسي اصل د عقلاني خبرو اترو او د مساوي دریځ پر بنسټ د وګړو ترمنځ خبرې کول دي. له همدې امله، هر هغه اقدام چې د بیان ازادي له ګواښ سره مخ کړي یا په ټولنه کې د عقلاني خبرو اترو فرصت محدود کړي، د انساني ارزښتونو له نظره ناسم ګڼل کېږي. طالبان د دې حالت غوره مثال دی، یو مطلق استبداد چې په بې رحمۍ سره د بیان ازادي ځپي.
- «مهر» په دې باور دی چې «پرمختګ» د هرې ټولنې له فرهنګي – ښوونیزو وړتیاوو سره نېغې اړیکې لري. له همدې امله «انساني پراختیا» په افغانستان کې د تحول اصلي هسته بولي.
زموږ له نظره، هر تعبیر چې له تحول څخه یې لرو، د هغه د ترلاسه کولو لپاره ټولې هڅې د هغو انسانانو پر غاړه دي چې باید له هر ډول تبعیض پرته، د دې بدلون بار په ګډه منزل ته ورسوي. دا هغه وخت امکان لري چې د ښوونې او روزنې بنسټ د ټولنې د انساني قوې د کیفیت لوړولو مسؤلیت په غاړه واخلي او يو مخکښ او کلیدي بنسټ وګرځي. له همدې امله، موږ باور لرو چې د ښوونې او روزنې او لوړو زدکړو بنسټونه باید د ټولنې جوړولو او ټولنیزو بدلونونو تر ټولو مهم شریکان وګڼل شي.
موږ، د پراختیايي نظریې د هغو مخکښانو برعکس، چې د مادي او فزیکي سرچینو په رامنځته کولو او پراختیا ټینګار کوي، د ټولنیزو بدلونونو لپاره ښوونه او روزنه لومړیتوب بولو او زدکړې په بېلابېلو کچو کې، د هلکانو او نجونو لپاره د جنسیتي عدالت په رڼا کې، یوه بنسټیزه پانګونه ګڼو.
«مهر» له زدکړو څخه د نجونو ګرځول، د ښوونیز نصاب بدلول او د داسې جهادي مدرسو جوړول، چې د بنسټپالنې ترویج او پراخولو ته کار کوي، د طالبانو د منځنیو پېړېو دا اقدام، د انساني سرمایې د ودې پر وړاندې ظالمانه او ورانوونکی ګڼو. د طالبانو د فرهنګ ضد کارونو پر وړاندې زموږ دریځ روښانه دی، او هغه د بشري حقونو ضد فعالیتونه ګڼو او غندو یې. له دې ور هاخوا، له هر هغه امکان څخه چې د روشنګرۍ او د افغانستان نجونو او هلکانو د عصري زدکړو لپاره میسر شي، ګټه اخلو.
زموږ له نظر نوی عصر په دوو موضوعاتو کې: «د تولید عوامل» او «د کار او بېکارۍ مفهوم» بدل شوی دی. له همدې اړخه یادونه کوو چې یوازې د طبیعي سرچینو لرل د شتمن کېدو دلیل نه دی؛ اصلي دلیل د زدکړو او روزنې کچه، او د کاري قوې کیفیت او مهارت دی. دا وضعیت ایجابوي چې د وخت تناسب په ښوونه او روزنه کې د یو بنسټیز اصل په توګه وپېژندل شي. نوی عصر، نوې روزنه غواړي.
موږ، سربېره پر دې چې طالبان د هېواد د ښوونیز او روزنیز نظام د ړنګولو عامل ګڼو، له طالبانو وروسته، منتخب حکومتونه مسؤل بولو چې د وخت د شرایطو او د انساني پراختیا له غوښتنو سره سم د زدکړې داسې یوه طرحه جوړه کړي چې د هېواد تعلیمي نظام له سره مهندسي کړي. له همدې امله وایو چې نوی عصر نوي مهارتونه غواړي، او د دې مهارتونو ترلاسه کولو لاره نوې روزنه او په روزنیزو لارو کې بدلون دی، هغه څه چې افغانستان ورته په جدي ډول اړتیا لري.
- د «مهر» په باور د ټولنیز عدالت/ توزیعي عدالت په ګفتمان کې، د مساواتو غوښتلو عنصر مهمه ونډه لري او د امکاناتو او شتهوو په وېش کې د برابرۍ مراعاتول د اقتصادي عدالت لپاره یو بنسټیز او اغېزمن اصل ګڼل کېږي. له عامه امکاناتو او خدماتو څخه د خلکو برخمن کېدل له وړتیاوو او ځانګړتیاوو سره تړلي نه دي، بلکې ټول وګړي په مساوي ډول د دغو امکاناتو او نعمتونو مستحق دي.
د «مهر» له نظره ټولنیز عدالت/ توزیعي عدالت باید د ټولنې اصلي جوړښت په بر کې ونیسي، او منابعو ته چې د خلکو او ټولنیزو اړتیاوو د پوره کېدو وسیله ګرځي، د لاسرسي څرنګوالی روښانه کړي. دا هغه مهال ترسره کېدلای شي چې د هېواد د سیاسي نظام د مشروعیت تر پوښښ لاندې راشي.
زموږ له نظره، ټولې ټولنې داسې سرچینې لري چې د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو وسیله ګڼل کېږي. دغه سرچینې په درې ډلو ویشل کېدای شي: «قدرت»، «منزلت او ټولنیز مقام» او «شتمني». په هره ټولنه کې خلک چمتو وي چې د دغو سرچینو د ترلاسه کولو لپاره ځانګړي مسؤلیتونه او دندې ومني او ټولنیزې همکارۍ ته غاړه کېږدي. له همدې امله، د ټولنې جوړښت عبارت دی له هغو بنسټونو څخه چې د دې منابعو د ترلاسه کولو څرنګوالی ټاکي او همدارنګه د افرادو حقوق او مسؤلیتونه مشخصوي. په دې لړ کې، د «ټولنیز عدالت» بحث دی چې د ټولنیز جوړښت سره په مطابقت کې مطرح کېږي. د ټولنیز عدالت په بحث کې اصلي پوښتنه دا ده چې د ټولنیز جوړښت د تنظیم لپاره باید کوم معیارونه او اصول وي څو یوه عادلانه ټولنه رامنځته شي او د عدالت اصول د لارښوونکي مشعل په صفت رول ولوبوي؟
زموږ په نظر، ټولنیز عدالت هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې عادلانه شرایط رامنځته شي څو افراد او ټولنیزې ډلې له فرصتونو څخه په مساوي توګه ګټه پورته کړي. داسې شرایط چې ټولنیزې فاصلې، تبعیض او د طبقاتي تضادونو ګواښونه په هغو فرصتونو بدل کړي چې د بشري حقونو ارزښتونو ته ژمن وي او ګام په ګام د «ټولنیزو هیلو» کچه لوړه کړي. دا هغه څه دي چې دولتونه مکلفوي څو د ټولنیز عدالت د تحقق لپاره داسې تدابیر غوره کړي چې د ټولنې ټول وګړي په ګډو ګټو کې شریک کړي، دا تدابیر پرته له شکه باید د عادلانه ټولنیز توافق له لارې په «اساسي قانون» کې منعکس شي، څو داسې مهم موارد لکه د هېواد د سیاسي او اداري لویو جوړښتونو مهندسي، ستراتېژیکې کادري پالیسیانې او ظرفیت جوړونه، د ټولنیزو بدلونونو لارې چارې، او د «مرکز – څنډې» ستونزو د حل لپاره پراختیايي پروګرامونه، او د هېواد اقتصادي، ټولنیز او کلتوري بنسټونه تنظیم کړي. هغه څه چې د طالبانو د تګ په سبا یې باید له نورو لومړیتوبونو سره په همغږۍ، د منظم ایجاد او پراختیا لپاره جدي ګامونه واخیستل شي.
- د «مهر» له نظره افغانستان د نړیوالې ټولنې د غړي په صفت مکلفیت لري چې نړیوالو اصولو درناوی وکړي او د نړۍ له هېوادونو سره د خپلو اړیکو په برخه کې په خپل بهرني سیاست کې د «د تاوتریخوالي له منځه وړلو» او د «اعتماد جوړونې» روش خپل کړي او جدي ګامونه پورته شي څو د افغانستان تمدني څېره د یو پرمختګ غوښتونکي هېواد په توګه، چې په نړيوالو اړيکو کې منطقي عمل او معقول سلوک لري، په ښه توګه وپېژندل شي. په دې لړ کې، اړينه ده چې هراړخیزې هڅې وشي. دغه بهیر کې دوه بنسټيز عناصر، «تعامل» او «انطباق»، ځانګړی اهمیت لري.
د «مهر» په باور، د افغانستان بهرنۍ تګلاره باید د نړیوالو خرابېدونکو حالاتو او نويو جیوپولیتیکي پېچلتیاوو په پام کې نیولو سره داسې طرحه شي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه دې باور ته ورسېږي چې له افغانستان څخه ورته هېڅ امنیتي او پوځي ګواښ نشته. په دې توګه، سیمهییز «اقتصاد-محور» سیاستونه خپل ځای موندلی شي، او افغانستان کولای شي د خپل مهم جیوایکانومیک موقعیت په مټ په سیمه کې د سترو اقتصادي پروګرامونو نوښتګر اوسي، له همدې امله ټینگار کوو چې د طالبانو پروژه باید پای ته ورسیږي، افغانستان باید د هغو ترهګرو ډلو له شتون څخه پاک شي چې د جهاد دعوه لري، او افغانستان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د یو ژمن غړي په توګه نړیوالو منل شویو قوانینو، تړونونو او د معاصر تمدن ارزښتونو ته درناوی وکړي. همدارنګه، جدي ګامونه پورته کړي څو په سیمهییز نظم کې ونډه واخلي او په نړیوالو اړیکو کې خپل له لاسه ورکړی حیثیت بیا راژوندی کړي.
«مهر» په دې پوهېږي چې د سیمهییزې او نړیوالې سولې او امنیت بحثونو نوي ابعاد پيدا کړي دي او له نويو موضوعاتو سره یې ځانګړې پېچلتیاوې موندلي دي، لکه اقتصادي امنیت، نوي جیوپولیتیکي تاوتریخوالي، بشري حقونه، چاپېریال ساتنه، اقلیمي بدلونونه، نړیوال تروریزم، تسلیحاتي سیالي، د اټومي ګواښونو ستونزه، د انرژۍ مسئله، او د اوبو د کمښت بحران.
د سیمې او نړۍ د نويو امنیتي بهیرونو په پام کې نیولو سره، افغانستان اړتیا لري چې د طالبانو له تجربې څخه تېر شي او د خپل ملي امنیت د ایکوپولیتیک تحلیل پر بنسټ د مشروع او پراخ بنسټه دولت جوړولو لپاره ګامونه پورته کړي. افغانستان باید د بنسټونو جوړولو، ټولنیز ثبات او د خلکو له رضایت څخه راوتلي سیاسي نظم په تړاو نړۍ ته ډاډ ورکړي، څو په دې توګه له یوې خوا خپل بېطرفه موقف ثابت کړي او له بلې خوا د متقابلو ګټو پر بنسټ او د ملي امنیت او اقتصادي پراختیا ترمنځ د ګډو ارزښتونو په پام کې نیولو سره، له بېلابېلو هېوادونو سره ستراتیژیک اقتصادي همپالنه رامنځته کړي او له دې لارې د هېواد د تلپاتې پراختیا لپاره ګټه واخلي.
- افغانستان د انساني امنیت اړمن دی، داسې یوه ښېګېڼه چې موخه یې د دودیز امنیت له مفهوم څخه ورهارخوا حالت دی چې د پراخو ګواښونو پر وړاندې د وګړو له حیاتي هستې څخه ساتنه یې اصلي موخه وي، داسې چې د انسان له اوږدمهاله پرمختګ او وده سره په بشپړه توګه همغږي ولري. یاد مفهوم د طالبانو د امنیت ادعا تر پوښتنې لاندې راولي او د انساني امنیت په برخه کې د طالبانو چلند د اندېښنې وړ او ټکان ورکوونکی ښيي، چې په کې پراخ ځپل، پراخ تاوتریخوالی، بېقانوني، او په ځانګړي ډول اقتصادي سقوط شامل دي، چې په افغانستان کې یې د حیاتي ارزښتونو پر وړاندې د ګواښونو یوه ټولګه فعاله کړې ده.
په کال ۲۰۲۱ کې، د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د سیاسي نظام له سقوط وروسته، د افغانستان د اقتصادي نظام شیرازه ونړېده. د ملګرو ملتونو د میداني څېړنو او د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ، د بیکارۍ کچه په بېسارې توګه لوړه شوې او د خلکو ترمنځ فقر ۹۰ سلنه لوړ شوی دی. دا بهیر ښيي چې د افغانستان اقتصاد یو تړلی او ناپایداره اقتصاد دی. د هېواد ستر اقتصادي سیاستونه له سنجیده ګی او چارچوب څخه خالي دي، تر هغه کچې چې طالبانو د امریکا متحده ایالاتو مرستږ ته سترګې نیولي، په فساد ککړ شوي، او د هېواد له اقتصادي مدیریت څخه ناتوانه دي.
«مهر» باور لري چې افغانستان له طالبانو وروسته نوي اقتصادي لیدلوري ته اړتیا لري، څو په لومړي ګام کې له درېیو ورانونکو کړکیچونو (لوږه، بیکاري، او پراخ فقر) سره د انساني امنیت په اډانه کې مقابله وکړي او ورپسې د هېواد د اقتصاد د قدرتمند کولو او د خلکو د خرید/ پيرلو د ځواک د لوړولو په لور ګامونه واخلي.
«مهر» په دې باور دی چې د اقتصادي تنوع زیاتول، د طبیعي سرچینو د خامې پلورنې مخنیوی، او په تولیدي برخو او هغو شنو او چاپېریال ته غیر مضر خدمتونو کې پانګونه، او همدارنګه له اوبو، باد، او لمریزې انرژۍ څخه مؤثره ګټه اخیستنه باید د طالبانو له دورې وروسته د اقتصادي پالیسۍ اساسي برخه وي. د اقتصادي مدیریت کمزوري د دې باعث شوې چې د کار موندنې کچه په تر ټولو خراب حالت کې ده، او په هېواد کې د کاري او اقتصادي امنیت ګواښ د عمومي فقر کچه تر بشري بحران پورې رسولې ده او طبقاتی تضاد د انساني امنیت په وړاندې د یو جدي ګواښ په توګه راڅرګند شوی دی.
«مهر» باور لري چې افغانستان، د زراعت د امکاناتو، د ځمکې پر مخ او تر ځمکې لاندې سرچینو، او ترانزیتي موقعیت او د نړیوال بازار په تدریجي بدلون سره، د اقتصادي ودې پوره پوتانسیل لري. دا ایجابوي چې په نړیوالو بازار کې راتلونکو بدلونونو ته په پام سره، او ورسره په همغږۍ کې د افغانستان اقتصادي پراختیا هم تنظیم شي. د دې بدلون وړاندوینه په ملي کچه د اقتصادي پالیسیو انسجام ته اړتیا لري او هغه دا چې د بازار په اقتصاد کې ازادې سیالۍ ته په اجازې ورکولو، په هېواد کې د ستر اقتصادي سرنوشت په برخه کې د ټولنیز مسوولیت بحث ته هم جدي پام وشي.
- «مهر» راتلنپوهنې ته په بنسټیز اهمیت قایل دی. له همدې مخې علاقه لري چې د افغانستان قضیې د نړۍ د راروانو او بدلېدونکو تحولاتو په زمینه کې تحلیل کړي. زموږ په نظر، نړۍ په جدي بدلونونو کې ده، که د اقتصادي سیالیو او بدلونونو له پلوه وي، که د ځواک په جیوپولیتیکي جوړښت کې، او یا هم د ټکنالوژۍ او معلوماتي برخو کې؛ لا هم نوې لارې کاږي. ټوله ډېټا او د بدلونونو پیلنۍ (مقدمات) ښيي چې جدي بدلونونه روان دي. په داسې حال کې چې د ګټو، امنیت او پراختیا تر منځ ژور تړاو نړیوال لوبغاړي دې ته متوجه کړي چې اقتصادي جاذبې لا هم اساسي نقش لوبوي. د نفت او ګازو په نړیوال بازار کې بدلون، د نفتو لپاره د بدیلو سرچینو د موندلو هڅې، د بیانوې کېدونکې انرژۍ لور ته مخه کول، او همدارنګه د اقلیمي بدلونونو، چاپېریال ساتنې او د اوبو اړوند مسایلو بحثونه؛ ټولو د لوبې په راتلونکي سناریوګانو باندې اغېز کړی دی.
په دې منځ کې د افغانستان وضعیت بېنظمه او ګډوډ دی؛ د یوه مشروع او اغېزمن دولت په نشتون کې، له طالبانو څخه په پراخه کچه ناوړه ګټه پورته کېږي. ځینې هېوادونه له طالبانو سره اقتصادي تړونونه کوي او دیپلوماتیک او استخباراتي خدمات ورته برابروي، چې په واقعیت کې د دوی د ګټو او جیوپولیتیکي هژموني پټولو لپاره یو نیمګړی پوښښ دی. دا تګلاره ترهګریزو ډلو ته لا زیات اعتماد ورکوي او د سیمې او نړۍ په وړاندې د هغوی ګواښ نور هم زیاتوي.
افغانستان د طبیعي زیرمو له اړخه، چې پکې د انرژۍ سرچینې، فلزي او غیر فلزي مواد او نورې زیرمې شاملې دي، یو ډېر بډای هېواد دی. د تېلو، ګازو، او سکرو له شتون سربېره، د مس، اوسپنې، او سرو زرو لوی کانونه، قیمتي او زینتي ډبرې، نادر فلزات، او القلي فلزات لکه لیتیوم، روبیدیوم، او سیزیوم، القلي ځمکني فلزات لکه بریلیوم، او نور فلزات لکه انتیمونيوم، تنتالیوم او نیوبیوم، او رادیواکټیف عناصر لکه یورانیوم، رادیوم، او توریوم د افغانستان په زړه پورې او ستراتیژیکي شتمنۍ ګڼل کېږي. دا هغه ګټې دي چې ځینې هېوادونه یې دې ته هڅولي چې پروژې پلان کړي او د یوې ترهګرې ډلې په توګه د طالبانو له خطر څخه سترګې پټې کړي.
له همدې امله، «مهر» ټینګار کوي چې د طالبانو مخالفې ټولې ډلې، سره له دې چې په خپلو نظرونو کې توپیرونه لري، باید د یوه مناسب بدیل د رامنځته کولو او د ګډ غږ د انعکاس لپاره په ګډه منسجم او متحد شي، ترڅو د نوي نظم بنسټ کېږدي چې مشروع، اغېزمن، او ځواب ویونکی وي. چې په لومړني ګام کې به «د افغانستان د لویو معدني زیرمو او طبیعي سرچینو لوټمار» مخه ونیسي او هېواد به د ملي ګټو د ساتنې په معقول مسیر کې وساتي.
وروستۍ خبرې
افغانستان له سیاسي پلوه د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا، ختیځې آسیا او منځني ختیځ د سیمو د تقاطع په نقطه کې موقعیت لري. له امنیتي اړخه، د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا او د فارس خلیج د امنیتي جوړښتونو په منځ کې پروت دی. له اقتصادي پلوه، افغانستان د سیمهییزو اقتصادي سازمانونو لکه اکو، سارک، کرک او شانګهای د تقارب په نقطه کې پروت دی. په لومړیو درې سازمانونو کې غړیتوب لري، خو په څلورم (شانګهای) کې لا هم د ناظر په توګه برخه لري؛ داسې حساس موقعیت، سره له دې چې ګټې لري، که په افغانستان کې د مشروع نظام خلا موجوده وي، نو اندېښمنوونکي ابعاد هم لرلی شي. له همدې امله، افغانستان د تلپاتې ثبات په لاره کې د خپلو امنیتي او پرمختیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره، یو مشروع، اغېزمن او ځواب ویونکي منتخب دولت ته اړتیا لري، څو د خپل اساسي قانون په رڼا کې سیمهییزو او نړیوالو اړیکو ته داخل شي او د افغانستان د خلکو له ګټو څخه په ویاړ استازیتوب وکړي. دا یوه جدي اړتیا ده چې د طالبانو پروژه پای ته ورسېږي او د بدلون لپاره ډیموکراتیک بهیرونه، یې ځای ونیسي.
د افغانستان حساس موقعیت او تېرې پنځوس کلنې تجربې ښيي چې افغانستان باید د خپلې بېطرفۍ او نهپیوستون د پخوانیو سیاستونو په رڼا کې، له سیالیو څخه لرې د سیمې هېوادونو او نړیوالو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د همکاریو لاره غوره کړي. باید یوه ژوندۍ تګلاره چې تمدني اساسات او د فرهنګونو ترمنځ ارتباطات په کې وي، تعقیب شي او له دوی سره متوازنې اړیکې تعریف او تضمین کړي. په دې توګه به د افغانستان په سیاسي – ټولنیز ژوند کې یوه نوې پاڼه پرانستل شي، او د ترهګرۍ او تریاکو دوسیه به وتړل شي.