mehr-logo-p
7777

د مهر په پرانستی غونده کی د شاغلی فهیم کریم وینا

د «مجمع همزیستي و رهايي» پرانیستي مجلس ته ښه راغلاست

ډېرو درنو دوستانو، مشرانو، همزولو، خویندو او وروڼو

ډېر درانه او قدرمن مشر پروفیسور صاحب اشراق او ټولو محترمو ګډونوالو ته سلام او درناوی

خوښ یم چې نن په یو درانه مجلس کې د خپلو محترمو وطندارانو سره په ګډه د یو داسې ټولي د پرانیستې په مناسبت کې شریک یم چې د افغانستان د روان کړکېچ لپاره په یو مترقي او هم‌پالونکي لیدلوري باور لري.

درنو حضارو،

څه باندې درې کاله وړاندې، د اګست ۱۵مه زموږ ګران هېواد افغانستان د یو پېچلي او مخفي سیاسي پروګرام په لړ کې د ترهګرو لاس ته ولوید. میلیونونه وګړي له خپلو کورونو، کارونو، کروندو، او فعالیتونو څخه وتښتېدل، پاتې خلک او وطن مو د مذهب په نوم د یوې نیابتي بدماشې ډلې لخوا یرغمل شو.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو افغانستان د ښځو، ماشومانو، لیکوالانو، ژورنالیستانو، فرهنګي او ټولنیزو فعالینو، ناشرانو، او لسګونو نورو قشرونو لپاره په یو زندان بدل کړی دی او د یو متشددې نرواکۍ او متحجرې دینواکۍ تر سیوري لاندې دی.

په تېرو درېیو کلونو کې د ګڼو خپلواکو او کره راپورونو او د ځمکې پر مخ د روان وضعیت له مخې زموږ لرغونی هېواد د لویو قدرتونو ترمنځ د تقابل په نتیجه کې د ترهګرو لپاره په یو مساعد او مناسب ایکوسیستم بدل شوی دی؛ چېرې چې د هرې فرقې، د هرې عقیدې، او د هرې لارې افراطي لارویان په کې ځالي جوړولی شي.

مګر بل لوري ته، په دغو درې کالو کې موږ د انکار او تفریق له یو موج سره مخ یو او لا هم پکې غرق یو او دا موج دومره پراخ دی چې یو شمېر پکې اګاهانه یا نااګاهانه موج سواري کوي او ګڼ نور لدې ویرې چې کوم لیبل یا برچسب پرې ونه لګول شي، حتا واقعي انساني ارزښتونه نشي مطرح کولای او چوپ دي.

دا چوپتیا ډېره خطرناکه ده، نتایج یې موږ وینو چې په هیڅ موضوع سره نشو راټولیدلی.

خو په همدغه موده کې موږ له هېواده بهر د خپلو غیر طالب وطندارانو او هغو اشخاصو او ډلو چې فکر کېده د دوی لپاره د افغان انسان جمهوري حقوق لومړیتوب لري، په دوی کې هم یو فکري او ذهني انتشار او انارشیزم وینو.

دغه درې کلونو کې د ډېرو سیاسي او په اصطلاح مدني او حقوق بشري فعالانو اصلیت څرګند شو، په زړونو کې د ساتلو کرکو او عقدو سپړلو ته یې زمینه مساعده شوه او د غیر طالب افغانانو حوزه یې دومره زهرجنه او التهابي کړه چې رغیدل او التیام به یې خورا سخت وي. مهر د همدې لپاره دی څو د «همزیستی» او «رهايي» له لارې دا التهابي شرایط ترمیم شي.

ما په پیل کې د وطندار اصطلاح اګاهانه وکاروله، یوازینی ټکی چې لا ترې انکار ندی شوی او څوک ترې نشي منکریدای هغه وطن دی او موږ ټول وطنداران یوو. خو د همدې وطن نوم، تاریخ، ملي تاریخي سیبمولونه، ویاړونه، همزیستي، هنرونه او هر څه مو تر پوښتنې لاندې راوستي. ددې نتایج واقعا خطرناک دي، یوه نتیجه یې همدا ده چې موږ دلته یو او وطن رانه نورو یرغمل کړی.

موږ دنده لرو څو په افغانستان کې د عدالت، مساواتو، او برابرۍ سره د یوې انساني مسلې په توګه واضح فلسفي چلند وکړو.

په دیني، سمتي، مذهبي، فرقه‌يي، او قومي ګټو ولاړه هر ډول طرحه او پالیسي په افغانستان کې د یو اعتدال‌ګرا نظام د ایجاد لپاره مرسته نه کوي. پالیسي باید د دې پورته یادو شویو بنسټونو ته د مسولانه توجه او د یو مترقي او جمهوري ټولنې د رامنځته کولو لپاره وي. په درناوي ولاړې خبرې، متقابل بحثونه، له جانبدارانه پیش‌فرضونو او قضاوتونو څخه خالي ګفتماني چاپیریال کولای شي د نوي روشنفکرانه مسیر لپاره لاره هواره کړي. مهر د خپل هم نوع د درد په پېژندلو او هغه د خپل په ګڼلو کې زېږي.

درنو ګډونوالو؛

په اوسنیو شرایطو کې یو اصلي او مهم تمرکز باید د ښوونې او روزنې په رسولو، پراخولو او بهتر کولو باندې متمرکز اوسي.

ښځې باید د هرې هڅې او د هر پروګرام اصلي بنسټ وي. له دې وروسته د افغانستان لپاره هره طرحه کېدونکې نظریه او برنامه باید ښځه د یو اصلي عنصر په توګه نه یوازې دا چې له سیستماتیک پلارواکي تبعیض سره مخ ده، بلکې د افغانستان په څېر ټولنه کې یې اړتیا تر بلې هرې ټولنې حیاتي ګڼل کېدای شي، په پام کې ونیول شي.

له طالباني حاکمیت وروسته دا ډېره بدیهي برېښېده چې زموږ ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول مترقي او روښانه عناصرو به دا درک کړي وي، چې تېر شل کاله په کلیو او بانډو کې میلیونونه انسانان تر اوسني جابرانه حالت څخه لا په بدتر حالت کې د طالبانو له لوري یرغمل شوي وو. مګر د طالبانو له راتګ سره نه یوازې چې د دې انساني درک او عاطفې لپاره زمینه مساعده نشوه، بلکې هغه قرباني شوي وګړي، په نحوء د انواعو د جرم شریکان وګڼل شول.

اوس یې هم وخت دی چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې اوسېدلي وګړي او د جمهوري حکومت له خدماتو محروم انسانان د اصلي توجو وړ وګرځي. اوس چې ټول افغانستان له یو جابر، مستبد، او جاهل حاکمیت څخه کړیږي، شل کاله میلیونونه وګړي د یو جمهوري نظام په شتون کې، د رسنیو په موجودیت کې، او د مدني او بشري سازمانونو په حضور کې د همدې او تر دې د لا کرکجنې قوې له لوري یرغمل وو. زموږ په نظر په افغانستان کې د واقعي عدالت د تحکیم لومړنی پړاو، د محکوم او مظلوم د درد پېژندل او درک دی. زموږ په باور عدالت، د مظلومیت او محکومیت له پېژندلو پرته نیمګړی دی.

موږ اګاه یو چې افغانان لکه په سیمه کې د نورو لسګونو ملیتونو او قومونو په څېر له اوږده محکومیت او ظلم سره مخ دي. موږ باید دا وړتیا ایجاد کړو څو وکولای شو د دښمن په پېژندلو، د هغه په ملاتړو، د خپلو مظلومو او محکومو متحدینو په موندلو، او په لویه کې د یوې سالمې انساني ټولنې نیت په نظر کې نیولو له لارې د افغانستان کشالې ته وګورو. موږ کولای شو د خپلو ځانونو په څېر لسګونه داسې هویتونه ومومو چې زموږ په څېر د لسګونو کلونو راهیسې له ظلم، جبر، او جنګ څخه کړیږي.

په پای کې یوه ټکي ته ستاسو پام را اړوم چې تېرو درې کالو کې د لویو قدرتونو له لوري رامنځته شوی او د ځینو په خوله کې ورکول شوی روایت [د لویو قدرتونو لخوا رامنځته شوی یې ځکه بولم چې بایډن طالبانو ته د افغانستان سپارل پرې توجیه کول] موږ اړتیا نلرو هغه تکرار کړو چې ګنې افغانستان ملت ندی.

دا چې افغانستان ملت دی یا ندی، پدې اړه دوه ځوابه لرو، یو اکاډمیک ځواب دی او بل سیاسي. موږ باید دا دواړه سره ګډ نکړو، اکاډمیک ځوابونه باید اکاډمیو او تحقیقاتي مرکزونو کې ولټول شي، خو سیاسي ځواب یې زموږ خلکو د تاریخ په اوږدو کې ورکړی دی او هغه دا دی چې افغانستان هغومره ملت دی، لکه زموږ لري او نږدې ګاونډیان چې ملتونه دي. که اکاډمیک څراغ پسې را واخلئ همدومره هغوی هم ملتونه ندي، لکه موږ چې نه یو؛ خو هغوی په سیاسي ځواب ولاړ دي او پرمختګ کوي، خو موږ دا کار نه کوو. دا سیاسي ځواب به له موږ سره نه یوازې په همزیستی کې بلکې د علمي ځواب په موندلو کې هم مرسته وکړي.

وسلام

له ټولو ډېره مننه

شبکه‌های اجتماعی